اسلامي امارت د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختګ په لور ګامونه اخلي

اسلامي امارت د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختګ په لور ګامونه اخلي افغانستان
د هېواد جنوب غرب کې نوي فارغ شوي پولیس

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هېواد سویل لوېدیځ زون کې د ۴۸۰ پولیسو د فراغت مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو په لور حرکت کوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین دې مراسمو کې له ولس څخه غوښتي چې د نظام ترڅنګ ودرېږي.

امیرالمؤمنین حفظه الله د اسلامي امارت مجاهدینو ته له خلکو سره د نېک چلند او بیت المال ساتنه کې د پاملرنې سپارښتنه کړې.

نوموړي دې مراسمو کې له مجاهدو سرتېرو غوښتي، چې د خپلو زده کړو له لارې هېواد کې شریعت نافذ کړي او اسلام او خلکو ته خدمت وکړي.

د یادولو ده، چې دغه مراسم د امنیتي ځواکونو له لوري د پوځي نندارو په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

تړلي موضوعات