عالیقدر امیرالمؤمنین د قوش تېپې له کانال څخه لیدنه کړې

عالیقدر امیرالمؤمنین د قوش تېپې له کانال څخه لیدنه کړې افغانستان
د قوش تېپې کانال څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین لیدنه

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د قوش تېپې کانال څخه لیدنه کړې. 

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، دې سفر کې له عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده سره د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د بلخ، جوزجان، فاریاب او بادغیس ولایتونو والیانو ملتیا کوله. 

امیرالمؤمنین د کرنې سکټور کې د تېر حکومت په کړنو په نیوکې سره ویلي، د اسلامي امارت مسئولین په هره برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره هڅې کوي. 

نوموړي د قوش تېپې کانال ته په اشارې زیاته کړې، د افغانستان ملي پروژو په اجرا سره به هېواد د بهرنیو مرستو له اړتیا خلاص شي او هېواد به اقتصادي خپلواکي ته ورسېږي.

یاده سرچینه زیاتوي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین دې سفر کې حیرتان کې د ډله ییزو شهیدانو له مزار څخه هم لیدنه کړې.

تړلي موضوعات