اوو هېوادونو ته نوې اتشې معرفي شوې

اوو هېوادونو ته نوې اتشې معرفي شوې سوداګرۍ او اقتصاد
اوو هېوادونو ته نوې اتشې معرفي شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وایي، د افغانستان او سیمي هېوادونو سره د سوداګریزو همکاریو پر دوام توانېدلي چې په یو شمېر هېوادونو کې اووه تنه د اتشو په توګه معرفي کړي.

جواد اخندزاده په دې اړه په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، دغه اتشې یې په پاکستان، ایران، ترکمنستان او ترکیې کې معرفي کړې دي او په دندو یې پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې په نږدې راتلونکي کې به په چین او قزاقستان هېوادونو کې هم نوې اتشې معرفي کړي.

تړلي موضوعات