ملا برادر اخوند د کابینې له یو شمېر غړو او سوداګرو سره کتلي

ملا برادر اخوند د کابینې له یو شمېر غړو او سوداګرو سره کتلي سوداګرۍ او اقتصاد
ملا برادر اخوند د کابینې له یو شمېر غړو او سوداګرو سره کتلي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې ملا عبدالغني برادر د ټرانسپورټ، صنعت او سوداګرۍ وزیرانو او د مالیې وزارت خصوصي سکتور له ځینو استازو سره په اقتصادي او ټرانسپورتي موضوعاتو خبرې کړې.

داقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې بار وړونکو موټرو له لوري تر ټاکلې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو، په بندرونو کې د باري موټرو نوبت پر تنظیم او د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعت کارانو د مالیاتي اسنادو د څېړنې په تړاو خبرې شوې دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د یادو وزارتونو له استازو څخه جوړه شوې کمیټه به د ټاکل شویو کرایو د طرزالعمل د تطبیق او د نوبت تنظیم په تړاو د هېواد په بندرونو کې د ارزونو په تړاو خپل راپور د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

تړلي موضوعات