د اسرائيلي وحشتونو دوام؛ خان يونس کې تازه بمبار ۴۰ تنه شهيدان کړي

د اسرائيلي وحشتونو دوام؛ خان يونس  کې تازه بمبار ۴۰ تنه شهيدان کړي نړۍ

اسرائیلي اشغالګر پوځ په غزې تراړې جنوب خان يونس سيمه کې په تازه ترسره کړي وحشت کې ۴۰ تنه شهيدان کړي او ۶۰ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د غزې د ملکي دفاع ټيمونو ويلي، چې ښايي دا په غزه کې د روانې غميزې په لړ کې يو له هغو سترو جنايتونو څخه وي چې اسرائيل يې ترسره کوي.

الجزيرې تلوېزیون د سيمې اوسېدونکو او ژغورونکو ډلې له قوله ويلي، چې اسرائيلو په ۴ توغنديو د خان يونس په المواصي سيمه کې د کډوالو کمپ په نښه کړی چې په کابو ۲۰ خيمو کې اور لګېدلی او يادو توغنديو تر ۹ مترو پورې کندې په ځمکه کې رامنځته کړې دي.

د يادونې وړ ده چې اسرائيلي اشغالګر د غزې په روان وحشت کې د امريکايي، بريتانوي، فرانسوي او غربي وژونکو وسلو څخه کار اخلي او زرګونه ماشومان، ښځې او ولسي وګړي یې په شهادت رسولي.

تړلي موضوعات