امریکا کې پراخه اورلګېدنه؛ د اور وژنې ډلې یې په کنټرول کې پاتې راغلې دي
د امریکا د لاس انجلس ایالت ختیځ د یوه ملي پارک څنډو کې پراخې اور لګېدنې لسګونه زره ودانیو ته جدي ګواښ رامنځته کړی او سلګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د این بي سي خبري شبکې د خبر له مخې دغې اورلګېدنې ۷۰ کیلومتره مربع ځنګل سوځولی او لا هم د خپریدو او زیاتیدو په حال کې دی.
له بلې خوا اسوشیټیډ پریس خبر ورکوي، چې شاوخوا ۳۵ زره کورونه تر ګواښ لاندې دي او تر اوسه لږ تر لږه درې اور وژونکي هم په دې عملیاتو کې ټپیان شوي.
په ورته مهال خبرونه زیاتوي، چې تر اوسه د اور وژنې ډلې د دې لویې اورلګیدنې په کنټرولولو کې پاتې راغلې دي.