د اردن سرحدي سیمه کې پر اسرائیلو برید شوی؛ درې تنه وژل شوي

د اردن سرحدي سیمه کې پر اسرائیلو برید شوی؛ درې تنه وژل شوي نړۍ
د اردن سرحد د اشغالګر پوځ پر سرتېرو برید شوی

اسرائیل ټو ډې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې یوه اردني لارۍ چلونکي د اردن سرحدي سیمه کې پر اسرائیلو اشغالګرو برید کړی او درې تنه اسرائیل یې وژلي دي.

په غزه کې د روانې جګړې او اسرائیلي یرغل را وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اردن هېواد سره سرحدي سیمه کې پر اسرائیلو برید کېږي.

دا پېښه د اردن او فلسطين ترمنځ په صفري نقطه کې د ملک حسين پل او د الضفة الغربية يا غربي تراړې سره د اردن په الکرامة بندر کې رامنځته شوې.

اسرائيلي پوځ ويلي، چې په دې بريد کې ځيني اسرائيلي وګړي ټپيان شوي هم دي او دوی بريد کونکی معلوم کړی دی.

بلخوا د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو دا ورځ د اسرائيلو لپاره تر ټولو سخته ورځ ياده کړې، د عربي رسنیو د خبر له مخې دا لومړی بريد دی چې د اردن سره په سرحدي سيمو کې رامنځته کېږي.

اسرائيلو د بريد په غبرګون کې د اردن سره ټول ځمکني بندرونه او لارې تړلې.

د یادونې وړ ده، چې د اردن هېواد یاد بریدکونکی هم د اسرائیلو اشغالګرو سره متقابلو ډزو کې شهید شوی دی.

تړلي موضوعات