ترکمنستان له افغانستان سره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړوي

ترکمنستان له افغانستان سره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړوي سوداګرۍ او اقتصاد
ترکمنستان له افغانستان سره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړوي

په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر حاجي فضل محمد صابر د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست کې له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، ترکمنستان له افغانستان سره د ښو سوداګریزو اړیکو درلودلو له کبله غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړي.

ښاغلي صابر زیاته کړې، د ترکمنستان هېواد له استازو سره په دې خبرې کوي تر څو د ویزو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي او له همدې لارې افغان سوداګر وکولی شي ډېرو هېوادونو ته صادارت وکړي.

نوموړي همداراز ویلي، د سوداګرۍ د پراختیا او ترانسپورټی سهولتونو په منظور د اوسپنې پټلۍ او د ګازو د پایپ لین کارونه پیل شوي، چې په راتلونکي کال کې به یې چارې بشپړې شي.

تړلي موضوعات