بامیانو کې د قالین اوبدلو خامو موادو د تولید شرکت په فعالیت پیل وکړ

بامیانو کې د قالین اوبدلو خامو موادو د تولید شرکت په فعالیت پیل وکړ سوداګرۍ او اقتصاد
بامیانو کې د قالین اوبدلو خامو موادو د تولید شرکت په فعالیت پیل وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په بامیانو ولایت کې د قالین اوبدلو د خامو موادو د تولید شرکت په فعالیت پیل وکړ، چې ۳۰ تنو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه شرکت چې د قالینو اوبدلو اړین خام مواد چمتو کوي او د قالین اوبدونکو په واک کې یي ورکوي.

د بامیانو ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس حافظ نورزي امین زاده له دې شرکت څخه د لیدنې پرمهال په لوړ کیفیت قالینو اوبدلو او تولید ټینګار کړی دی.

نوموړي د دې شرکت له مسؤلینو سره په خبرو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ او ژمنه ورکړې ده.

دا په تېرو څو لیسزو کې لومړنی شرکت دی چې په هېواد کې دننه د قالین اوبدلو خام مواد تولیدوي، چې د اسلامي امارت مسؤلینو له لوري یې تود هرکلی کیږي.

تړلي موضوعات