اقتصادي مرستیال ازبکستان ته په سفرلاړ

اقتصادي مرستیال ازبکستان ته په سفرلاړ سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ازبکستان ته د سفر پر مهال

د افغانستان ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ازبکستان هېواد په رسمي بلنه د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز د پرانېستي مراسمو کې د ګډون لپاره دې هېواد ته په رسمي سفر ولاړ.

ټاکل شوې دغه ښار کې د ترمذ نړېوال سوداګریز مرکز د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د ازبکستان لومړي وزیر، د اذربایجان لومړي وزیر مرستیال او د قزاقستان او قرغزستان د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانېستل شي.

د ازبکستان ترمذ ښار د افغانستان سره په سرحد کې پروت دی چې د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې ترې ګټه اخېستل کیږي.

افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د دوستانه اړیکو پر دوام ټینګار کړی او سویلي اسیا سره یې د منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره د هر ډول اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتووالی ښودلی.

تړلي موضوعات