تېر کال دولتي پوهنتونونو کې ۱۳ نوي پوهنځي رامنځته شوي

تېر کال دولتي پوهنتونونو کې ۱۳ نوي پوهنځي رامنځته شوي افغانستان
د لوړو زده کړو زیر د یوکلنو لاسته راوړنو د تشریح پرمهال

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د یو کلونو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا ۱۱، ماسټرۍ ۱۶ پروګرامونه، ۱۳ نوي پوهنځي او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۱۰ پروګرامونو رامنځته کول یې له مهمو لاسته راوړنو دي.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي،  د هېواد د تحصیلي سکتور پیاوړتیا په موخه، ۶۴۰ علمي کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې جذب او ۱۳۱۷ کارکوونکي په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې په دندو ګمارل شوي دي.

ښاغلي ویلي، تېر کال یې ۲۲۱۲ تنه محصلین چې له هېواد څخه بهر په لوړو زده کړو بوخت وو، بېرته افغانستان ته راستانه او اسناد یې ارزول شوي دي.

لوړو زده کړو وزیر زیاته کړې، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره او ۹۹۱ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، چې تېر کال کې ۵۱ زره او ۹۵۰ تنه محصلین فارغ شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي، د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه ذیصلاح مراجعو ته استول شوي، چې یادو نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ د دوکتورا سویې نصابونه شامل دي.

تړلي موضوعات