پاکستان له سعودي عربستان ۱.۲میلیارد ډالره پورغوښتی

پاکستان له سعودي عربستان ۱.۲میلیارد ډالره پورغوښتی سیمه
اسلام اباد له ریاض څخه د پور غوښتنه کړې

په پاکستان کې د بدو اقتصادي شرایطو پر دوام دغه هېواد له سعودي عربستان څخه ۱.۲ میلیارد ډالر قرض غوښتی دی.

اکسپرس ټریبون ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، دغه غوښتنه د پاکستان مالیې وزیر محمد اورنګ زېب د سعودي عربستان مالیې وزیر محمدالجدان سره کتنه کې کړې ده.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، که څه هم پاکستان د دې قرض د ترلاسه کولو هیله لري، خو تر اوسه یې له ریاض څخه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ویل کیږي پاکستان د فارس خلیج له بانکونو څخه هم ۸۰۰میلیون ډالره قرض غوښتی، که چیرې عربستان د اسلام اباد دغه غوښتنه ومني پاکستان به د سعودي عربستان ۶.۲ میلیارد ډالره پوروړی شي.

تړلي موضوعات