د نشه یي توکو قاچاق نړېواله ننګونه ده

د نشه یي توکو قاچاق نړېواله ننګونه ده افغانستان
افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او تولید باندې بندیز

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت افغانستان کې د نشه یي توکو د زېرمو په اړه د یو شمېر رسنیو راپورونو ته په غبرګون ویلي، ټول افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید درېدلی او زېرمتونونه یې له منځه تللي دي.

ملا حمدالله فطرت ویلي، د نشه یي توکو قاچاق نړېواله ننګونه ده په کار ده، چې د سیمې او نړۍ اغېزمن هېوادونه له افغانستان سره د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري او په ګډه د دغې پدیدې مخنیوی وکړي.

ښاغلي فطرت ویلي، اسلامي امارت دوه کاله وړاندې افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق منع اعلان کړی او پر وړاندې یې جدي مبارزه کړې.

نوموړي ویلي، تېرو دوو کلونو کې یې د نشه یي توکو د تولید او پروسس ۱۵۰۰ فابریکې او ذخیرې له منځه وړې، چې ورسره افغانستان کې د نشه یي توکو تولید هم درېدلی دی.

تړلي موضوعات