تېره میاشت کندهار کې ۳۳زره جریبه ځمکه له غصب خلاصه شوې

تېره میاشت کندهار کې ۳۳زره جریبه ځمکه له غصب خلاصه شوې افغانستان
غصب شوې دولتي ځمکې

د کندهار ولایت د غصب شویو ځمکو د تشخیص تخنیکي پلاوي ویلي، د دوی په هلو ځلو تېره یوه میاشت کندهار کې ۳۳زره جریبه ځمکه له غاصبینو بیرته راګرځول شوې.

یاد پلاوي ویلي، د کندهار مرکز او ولسوالیو کې یې د ۴۲زره ۳۰۰جریبه ځمکو دوسیې څېړلې، له دې ډلې یې ۳۳زره جریبه ځمکه دولتي تشخیص او ثبت شوې، خو لا هم دولت ته نه ده سپارل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د عدلیې وزارت د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلی چې ټول هېواد کې میلیونونه جریبه دولتي ځمکې له غاصبینو را وګرځوي.

تړلي موضوعات