افغان سوداګر د تورخم له لارې سوداګري له ستونزو ډکه بولي

افغان سوداګر د تورخم له لارې سوداګري له ستونزو ډکه بولي سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د افغان سوداګرو لیدنه

د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو یو شمېر افغان سوداګرو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې ویلي، تورخم کې د رامنځته کېدونکو ستونزو له کبله سوداګر او افغان بزګران زیانمنېږي.

پاکستان هر کال د افغان میوو  او سبزیو د رسیدو پر مهال د بېلا بېلو دلایلو له مخې کله هم لار تړي او ځېنې مهال پرې تعرفې لوړه وي چې زیان یې افغان سوداګرو او بزګرانو ته اوړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغان سوداګرو سره ناسته کې د ستونزو د حل او د اساسي حل لارو د موندلو ژمنې کړي.

مولوي عبدالکبیر دا هم ویلي، دوی هڅه کوي څو په تورخم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړي.

افغان سوداګرو همداراز له هېواده بیرون د میوو او سبزیجاتو په صادراتو کې د زیاتوالی خبر ورکړی او ویلي یې دي، د افغانستان مېوې او سبزۍ اوس ډېرو هېوادونو ته صادریږي.

د تازه مېوو او سبزیجاتو دغو افغان سوداګرو همداراز ویلي، خصوصي سکټور په ځان بسیا شوی او په بېلابېلو سکټورونو کې د پام وړ پرمختګونه راغلي.

تړلي موضوعات