ترکي او افغان شرکتونه د ۹۰۰مېګاواټه برېښنا تولید په پروژو پانګونه کوي

ترکي او افغان شرکتونه د ۹۰۰مېګاواټه برېښنا تولید په پروژو پانګونه کوي افغانستان
افغانۍ او ترکي پانګوال د اوبو او انرژۍ وزیر سره پر پانګونې خبرې کړې

یو شمېر ترکي او افغان شرکتونو مسئولین د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د «جي اس پي او اکلتاش» شرکتونو مسئولینو د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور سره په کتنه کې د ۹۰۰میګاواټه په وړتیا د لمریزې، بادي او اوبیزې برېښنا د تولید په پروژو کې په پانګونې خبرې کړې دي.

د یادو شرکتو مسئولینو د ۹۰۰میګاواټه په وړتیا د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو او د هېواد په دننه د برېښنا د انتقالي مزي په پراختیا کې د پانګونې لپاره زړه ښه کړی.

دغو شرکتو همداراز د انرژي سکټور د ماسټر پلان د نوي کېدو او پراختیا په برخه کې هم له اوبو او انرژۍ وزارت سره د همکارۍ ژمنه ورکړې.

بلخوا د اوبو او انرژۍ وزیر یادو شرکتونو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او پانګونه یې د پانګوالو او افغانستان د خلکو په ګټه وبلله.

تړلي موضوعات