کابل کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ او بریا نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ او بریا نندارتون پرانیستل شو سوداګرۍ او اقتصاد
کابل کې د افغانستان اقتصادي پيرمختګ او بریا نندارتون

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د نندارتونونو جوړول د هېواد محصولاتو او تولیداتو د پېژندنې لپاره مهم دي او دا مهال افغاني تولیدات د نړۍ مهمو هېوادونو ته صادرېږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون په ۳۱۰ غرفو کې په بېلابېلو برخو کې محصولات او تولیدات د څلور ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

څو ورځې وړاندې کابل د ازبکستان د تولیداتو نندارتون کوربه و،چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ  د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۱ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

تړلي موضوعات