د بېلا بېلو رنګونو لرونکو مڼو ګټې او تاوانونه څه دي؟

د بېلا بېلو رنګونو لرونکو مڼو ګټې او تاوانونه څه دي؟ روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د انډوکرين غدو متخصصه (Endocrinologist) ډاکټره ويرونيکا نيودخينا وايي، چې مڼه د بېلا بېلو وټامنونو او فلزي عناصرو يوه مهمه سرچينه ده.

ډاکټرې ويرونيکا څرګنده کړې ده، چې مڼه د وټامن ای، سي، بي۱، بي۲، پي پي، اِي، مګناسيم، فوسفور، ايوډين، اوسپنه، سيلينيم، پوتاشيم، کالشيم او زنک درلودونکې ده، چې ټول د انسان بدن ته ګټور دي، ځکه چې له پرېشانۍ سره په تعامل کې مرسته کوي، انرژي ورکوي، د دماغو کړنه ښه کوي، د زړه کړنه پياوړې کوي او د وينې رګونو ته ګټور دي. هغې زياته کړې ده چې مڼه دغه راز په لويه کچه انټي اکسيډانټ لري چې حجرې له بېلا بېلو ناروغيو ساتي. په دې سربېره مڼه کې د پکټين ماده شته چې يوه طبيعي کشوونکې ماده ده او له کولمو څخه زهرجن توکي راکاږي او له بدنه يې باسي، يعنې د مسموميت په حالاتو کې ګټور دي.

د ډاکټرې په وينا مڼه د مېوو اسيدونه هم لري چې د صفرا له جريان او د هضم د عمليې له ښه والي سره مرسته کوي. خو هغه د ډېرو مڼو خوړلو پلوۍ نه ده، ځکه دغه اسيدونه د معدې او کولمو مخاطي غشاء راپاروي او دا په لومړۍ درجه کې هغو خلکو ته ښه نه ده، چې د معدې التهاب يا ټپ لري.

د «ازويسټا» ورځپاڼې له راپور سره سم سرچينې څرګنده کړې ده، چې مڼه تازه، وچه، سره شوې او د جوس په شکل خوړل کېږي، خو په تازه او سره شوې کې خواږه او کالوريانې لږې وي او په شکره اخته او چاغو کسانو ته ګټوره ده.

ډاکټرې ويرونيکا ويلي چې مڼه تاوانونه هم لري، د بېلګې په ډول کوم خلک چې حساسيت يا د هاضمې سيستم کومه ناروغي لري نو مڼه ورته ښه نه ده او دا چې د مڼې زڼی «سيانيډ» لري نو هيڅکله بايد و نه خوړل شي. دغه راز په شکره اخته ناروغانو ته د سرو مڼو خوړل ځکه ښه نه دي چې په لوړه کچه خواږه په کې دي، خو سرې مڼې بيا د زړه، د وينې د رګونو، ګردو او ينې ناروغانو ته ګټورې دي.

د هغې په وينا شنه مڼه کې د شکرې اندازه لږه ده خو د نورو په نسبت ګټور مواد او اسيدونه په کې ډېر دي او ژېړه مڼه بيا د پکټين په ماده غني ده.

تړلي موضوعات