تېر کال تر ۶۱۲زره زیاتو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته نغدې پیسې وېشل شوي

تېر کال تر ۶۱۲زره زیاتو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته نغدې پیسې وېشل شوي افغانستان
پر کونډو، یتیمانو او معلولینو مرستې وېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې ویلي، تېر کال یې ټول هېواد کې پر ۶۱۲ زره زیاتو کونډو، یتیمانو او معلولینو ۱۵میلیارده او ۴۰۷ میلیونه نغدې افغانۍ وېشل شوې دي.

د یاد وزارت مسئولینو ویلي، تېر کال شاوخوا ۹۰ زره کونډې، یتیمان او معلولینو ته خیریه مؤسسو له لوري خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم وېشل شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ۶۵۳ زره یتیمان، کونډې او معلولین یې ثبت کړي چې تر اوسه تر ۲۶۴ زرو زیات یې په مرکز او ولایتونو کې په سیسټم هم شامل شوي دي.

د یادولو ده، چې د شهیدانو او معلولینو وزارت تېر کال ۱۲۰ زره معلولینو او یتیمانو ته د مسلکي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.

تړلي موضوعات