جلال اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

جلال اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي افغانستان
جلال اباد ښارې د تېرې شپې سېلابونه

جلال اباد کې د حریت نیوز خبریال د ځايي چارواکو له قوله ویلي، دا سېلابونه تېره شپه راوتي او د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند غوچکو سیمه او د سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي سربېره یې ماما مېنه کې لسګونه کورونه او هټۍ زیانمنې کړي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د تېرې شپې دې سېلابونو کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي حریت نیوز ته ویلي، ننګرهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له امنیې قومندانۍ او نورو اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دي، څو زیانمنې شوې کورنۍ وژغوري او دوی ته په وخت سره بېړنۍ مرستې ورسوي.

تړلي موضوعات