د کابل او تاشکند ترمنځ ټول ۲۵ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي

د کابل او تاشکند ترمنځ ټول ۲۵ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي سوداګرۍ او اقتصاد
کابل کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دا هوکړه لیکونه کابل ته د ازبکستان پلاوي د سفر په مهال لاسلیک شوي دي.

سرچېنه وایي، کابل کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون او د دواړو هېوادونو د سوداګریز پیوستون کنفرانس د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۲۵ هوکړو په لاسلیک سره پای ته ورسېد.

د دې نندارتونونو د پای مراسمو کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، ازبکستان د افغانستان صادراتو ته له ۱۰- ۷۵ سلنې تخفیف ورکړی دی.

نور الدین عزیزي ویلي، د دې تخفیف ترڅنګ یې د افغانستان صادراتي توکو ته بازار او لازمې اسانتیاوې برابرې کړې، څو چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په مناسبه بیه صادرات ولرو.

تړلي موضوعات