د کابل ـ غزني او کابل ـ جلال اباد دویم لېن سړکونو د جوړولو چارې پیلېږي

د کابل ـ غزني او کابل ـ جلال اباد دویم لېن سړکونو د جوړولو چارې پیلېږي بیارغونه او پراختیا
په هېواد کې د سړکونو جوړولو چارې

د ټولګتو چارو وزارت وایي د دغو سړکونو دویم لېن چارې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ او د ټولګټو وزارت له پلان سره سم تر سره کېږي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د کابل – جلال اباد دوین لېن سړک چارې به د خاک جبار ولسوالۍ څخه پیل او د ننګرهار مملې باغ سیمې پورې به وغځول شي.

حق شناس ویلي، د دغو سړکونو په رغونې سره به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې او د سوداګریزو توکو د چټک لېږد اسانتیاوې رامنځته شي.

تړلي موضوعات