د سیمکارتونو د ثبت او راجسترېشن چارې اسانه شوې

د سیمکارتونو د ثبت او راجسترېشن چارې اسانه شوې افغانستان
د مخابراتي شبکو نوي سیمکارتونه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د دې وزارت د سیسټم جوړونې ریاست لخوا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا د سیمکارتونو د ثبت او راجستر پروسې د ښه مدیریت لپاره پرمختللی سیسټم جوړ کړی دی.

یاد وزارت وایي، ټول مخابراتي شرکتونه د سیمکارتونو د ثبت او راجسترېشن پرمهال د پېرودونکي د پېژندپاڼې تائیدي د یاد سیسټم له لارې د احصایې ملي ادارې څخه تر لاسه کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سیسټم له فعالېدو سره اوس هیڅوک نه شي کولی په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت یې کړي.

د یادولو وړ ده، چې اوسمهال په هېواد کې ۲۵ میلیونه سیمکارتونه فعاله دي چې لس میلیونه سیمکارټونه د الکټرونیکي پېژندپاڼو پر اساس ثبت شوي دي.

تړلي موضوعات