یووالی، غښتلی نظامي ځواک او ځان بسیاینه خپلواکي تضمینولی شي

یووالی، غښتلی نظامي ځواک او ځان بسیاینه خپلواکي تضمینولی شي افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د خپلواکي ۱۰۵مې کلیزې په مناست غونډې ته د وینا پر مهال

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، کمزوری اقتصاد، ضعیف دولت، د پوځ  نشتون، بې اتفاقي او د ولسونو نه ملاتړ هغه څه دي چې کمزوري حکومتونه د غلامۍ دام ته ورغورځوي.

مولوي امیر خان متقي د افغانانو مبارزو او سرښندونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، افغان ولس د الله په نصرت ازادي ګټلې او ساتنه یې هم دیني روحیه غواړي ښاغلي متقي د هېواد ساتنې لپاره دیني روحیه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، نړۍ کې ډېر ځواکمن او قوي هېوادونه او پوځونه شته خو لا هم د غلامۍ ژوند تېروي.

په عین وخت کې بهرنیو چارو وزیر د خپلواکۍ ساتلو لپاره د ولس اعتماد، د غښتلي نظامي ځواک تر څنګ اقتصادي ځان بسیاینه هغه مهم فکتورونه یاد کړل چې د یو ولس خپلواکۍ ته پایښت ورکولی شي.

ښاغلي متقي وویل، افغانستان نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې او اقتصادي تعامل ته چمتو دی.

نوموړي په اوس وخت کې د سیاسي او ټولنیز پرمختګ پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د خپلواکۍ ساتلو لپاره باید په خپلو کې یو موټي شوو.

تړلي موضوعات