افغانان په یوه پيړۍ کې د درېیو امپراطوریو د نسکورولو ویاړ لري

افغانان په یوه پيړۍ کې د درېیو امپراطوریو د نسکورولو ویاړ لري افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت ارګ ماڼۍ

د افغانستان اسلامي امارت له انګرېزي ښکېلاک د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې دا د افغان مجاهد ولس ستره کارنامه ګڼلې چې شاوخوا یوه پېړۍ کې یې د انګرېزانو تر څنګ روسانو او بیا د امریکا په مشرۍ ناټو او لویدیځ ته ماتې ورکړه.


د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د انګرېزانو پر ضد جهادي مبارزې سره نه یواځې دا چې افغانستان خپلواکۍ وګټله بلکې د سیمې او نړۍ یو شمېر نور محکوم ولسونه یې هم د انګزېزانو له دایمي محکومیت وژغورل.


د خپلواکۍ په مناسبت د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د افغان ولس ستاینه شوې چې د خپلو اسلافو په پيروۍ یې د وخت تر ټولو باغي زبرځواک امریکا او د هغوی نړېوال ملاتړي یې د شل کلن اشغال وروسته بلاخره په ډېره مېړانه او سرښندنه له افغانستان ویستلو ته اړ کړه.

تړلي موضوعات