د وخت عصري ټکنالوژۍ ته باید پاملرنه وکړو

د وخت عصري ټکنالوژۍ ته باید پاملرنه وکړو افغانستان
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزې نمانځنې مراسمو ته د وینا پر مهال

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند  له انګرېزانو د خپلواکۍ اخېستلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت وویل، که د ازادۍ اخېستل مهم دي نو ساتل یې هم اړین دي.

ملا برادر اخوند چې اشاره یې د نني وخت جګړه ییزو وسایلو او امکاناتو ته په کتو وویل، د خپلواکۍ ساتل اړین دي او باید عصري ټکنالوژۍ ته پاملرنه وشي.

ښاغلي برادر په عین وخت کې وویل، افغانستان باید د نورې نړۍ په څېر له خپلو فرصتونو او امکاناتو استفاده وکړي، نوموړي د افغانستان  اوسپنو ته په اشارې وویل، هېواد له اوسپنې ډک دی او باید لازمه استفاده ترې وشي.

د اوسپنې څخه د لازمې استفادې او د هېواد دفاع لپاره یې له کارونې د ښاغلي برادر موخه به د جنګي وسایلو لکه ټانګونه ، نور زغروال ګاډي او جنګي مهمات وي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له انګرېزي ښکېلاک د خپلواکۍ بېرته اخېستلو ۱۰۵ کالیزې په مناسبت وویل، ازادي د افغانانو په سرونو کې ده او د نړۍ هیڅ ځواک نه شي کولی چې د افغانانو دغه جذبه ماته کړي.

تړلي موضوعات