د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پنځه مهم سوداګریز تړونونه لاسلیک شول
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف په شتون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پنځه ستر تړونونه لاسلیک شول.
دغه تړونونه د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې چمتو شوي دي.
په دې سربیره، د اسلامي امارت د کانونو، پټرولیم، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، او مالیې وزارتونو او د ازبکستان د اړوندو وزارتونو ترمنځ هم د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
په همدې مناسبت مراسمو کې د ازبکستان لومړي وزیر نړېوالو فرمونو کې د افغانستان د ملاتړ ټینګار کړی.
عبدالله عارف اُف ویلي، له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی په خبره یې، له اوسني حکومت سره له تعامل پرته لارې ناشونې دي.
دغه تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ نوي فرصتونه او پراخې لارې پرانیزي، چې د سیمه ییز اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي.