تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه
حریت نیوز ته ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې پاکستاني لوري د شنبې په سهار یو وار بیا د تورخم دراوزه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.
سرچینې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، دغه لار پاکستان لوري د مهمو عملیاتو د کولو په موخه تړلې، چې ښایي د ورځې تر پایه بیرته خلاصه شي.
دغه دروازه تېره اونۍ هم د افغان پوله ساتو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې له کبله تړل شوې وه، چې وړمه ورځ بیرته خلاصه شوه.