کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه

کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه سوداګرۍ او اقتصاد
کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې غونډه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې صنعت او سوداګرۍ وزارت په کوربه توب د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه غونډه ترسره شوې ده.

دې غونډه کې له ازبکستان څخه د صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتوف او د اذربایجان د اقتصاد وزارت معین مامدوف ګډون کړی دی.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دې ناسته کې د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژستیک، ساختماني توکو، کاني توکو او هایدروکاربن ذخیرو کې د جیولوجیکي اکتشافي چارو د ترسره کولو او د افغانستان په شمال کې د سمنټ تولید پروژې د میکانیزم پر تطبیق خبرې شوې دي.

دغه راز د سیمه ییزې همکارۍ، د ورېښمو له نوې لارې څخه د ګټورې استفادې پر کولو، اوسپنې پټلۍ او ایکو اقتصادي سازمان کې د افغانستان بیرته فعال حضور په موضوع هم بحث شوی.

د یادونې ده، چې دې ناسته کې د دوامداره ناستو او د راتلونکې ناستې د وخت او ځای او د درې واړو هېوادونو د دایمې کاري ډلې په اړه هوکړې هم شوې دي.

تړلي موضوعات