کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړېږي

کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزار

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دغه درې اړخیزه ناسته به راتلونکو څو ورځو کې د یادو هېوادونو  لوړپوړو چارواکو په ګډون کابل کې ترسره شي.

یاد وزارت زیاته کړې، د اذریایجان جمهوریت د اقتصاد معین په سرپرستي یو پلاوی دې ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې دې درې اړخیزه ناسته کې به په مهمو اقتصادي، سوداګریزو، د هېواد شمال کې د سمنټو تولید پروژې پلي کولو او نور موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشي.

د یادولو ده، چې یاد وزارت د دغې ناستې د ترسره کېدو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

تړلي موضوعات