پر مختللې وسلې افغانان نه شي وارخطا کولی

پر مختللې وسلې افغانان نه شي وارخطا کولی افغانستان
د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد تېره شپه د ملي تلوېزیون په یوه مناظره کې وویل، افغانانو همېشه غلیم ته په خپله ایماني جذبه او افغاني غیرت ماتې ورکړې ده.

دفاع وزیر ښاغلي مجاهد ومنله چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر په تسلیحاتو سمبال نه دی خو په ډېر ډاډ یې وویل، د نورو پرمختللې وسلې موږ نه شي وارخطا کولی.

د اسلامي امارت  دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کولې چې د ډیورنډ فرضي کرښې اړوند تورخم کې افغان ځواکونو او پنجابي عسکرو د یو بل پر مورچو د درندو وسلو بریدونه کول.

راپورونه وايي، تېره ورځ ناوخته پنجابي پوځيانو د ډيورند فرضي کرښې په استقامت پر هغو افغان ځواکونو برید وکړ چې د خپلې یوې پوستې په بیارغولو یې کار کولو.

دواړو لوریو ترمنځ شاوخوا دوه ساعته ډزې تبادله شوې، چې افغان ځواکونو د پاکستاني عسکرو دوه پوستې له منځه وړې دي.

د تېرې شپې د مناظرې د یو ګډونوال د پوښتې په ځواب کې دفاع وزیر وویل، د پاکستان هر برید ځواب یې ورکړی دی.

ښاغلي مجاهد په عین حال کې وویل، د وخت په پرمختللې ټیکنالوژۍ د پوځ تجهیز او سمبالښت خپل مسؤلیت ګڼي او په وخت به ورته رسېدنه وکړي.

تړلي موضوعات