سږ کال د کندهار ریحانو حاصلات ۱۱زره ټنه اټکل شوي

سږ کال د کندهار ریحانو حاصلات ۱۱زره ټنه اټکل شوي سوداګرۍ او اقتصاد
کندهار کې کړل شوي ریحان

د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د خپرې شوې څېړنې له مخې اټکل کیږي چې په زر هکتاره ځمکه کرل شوي ریحان به تر ۱۱ زره ټنو حاصلات ورکړي.

د کندهار کرنې ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال په کندهار کې ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوایې، ژیړۍ، میوند، شاولیکوټ او بولدک ولسوالیو کې یې د کرنې اندازه د نورو ولسوالیو په نسبت زیاته ده. 

د کرنې ریاست کندهار کې د ریحانو حاصل زیاتوالي لامل اباد کال او کافي اوبو شتون په ګوته کوي.

ریحان د باکټریا او مکروب ضد خاصیت په درلودلو سره د ستوني درد، عصبي ارامتیا او ځینو نورو نارغیو لپاره ګټور دي.

تړلي موضوعات