د افغانستان او ایران ترمنځ ځانګړې صنعتي ساحه جوړېږي
د ایران یو شمېر پانګوالو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
ایراني پانګوالو دې کتنه کې په افغانستان کې د اوسپنې، کانونو استخراج او پروسس، لمریزې برېښنا تولید، د سړک او رېل لارې شبکو غځولو او د معیاري صنعتي فابریکو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغو ایراني پانګوالو ویلي، چې افغانستان د پانګونې لپاره یو مناسب هېواد دی او دوی چمتو دي څو په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
اقتصادي مرستیال دغو پانګوالو ته په یادو برخو کې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ او له نږدې کار کولو ډاډ ورکړی دی.