د هېواد د هوایي ځواک دوې نورې الوتکې ترمیم شوې

د هېواد د هوایي ځواک دوې نورې الوتکې ترمیم شوې افغانستان
د ملي دفاع هوایي ځواک انجنیري ټیم له لوري ترمیم شوې الوتکې

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هوایي ځواک تخنیکي او مسلکي انجنیرانو دوه الوتکې چې Y12 الوتکه او MD530 هلیکپټر شامل دي په بریالیتوب سره ترمیم او پرواز ته چمتو شوې دي.

یاد وزارت ویلي، چې د دغو ترمیم شویو چورلکو د ازمايښتي پرواز پر مهال د ملي دفاع وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد هم شتون درلود چې په بریالیتوب سره یې پرواز وکړ.

د یادونې ده، چې درې کاله وړاندې بهرنیو اشغالګرو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د هېواد د هوایي ځواک ګڼې چورلکې ویجاړې کړې وې، چې په تېرو درېیو کلونو کې د هوایي ځواک د انجنیرانو له لوري نږدې ټولې بیا ترمیم او پرواز ته چمتو کړې دي.

تړلي موضوعات