د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د رود اوبو ۱۶ تنه وژلي
د کندهار ولایت د ارغنداب امینه قومندانۍ مرستیال حافظ ضیاءالحق حریت نیوز ته ویلي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ لویي ويالې اوبو ۱۶تنه ډوب کړي، چې ۶ تنه یې ماشومان دي.
ښاغلي حافظ ویلي، که چیرې پولیسو پر وخت د خلکو ژغورنې ته رسېدنه نه وی کړې، ښایي دا شمېر به دوه برابره وه.
نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې په ډېرو او ژورو اوبو کې دې نه لامبي.
د یادونې ده، چې هر کال د هوا په ګرمېدو سره کندهار کې ځوانان د ارغنداب لویي ویالې ته د لامبلو لپاره ورځي، چې وخت ناوخت ترې د ځوانانو د ډوبېدو خبرونه راځي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت مسئولینو هم وروسته له هغې دې ولایت کې په ویالو او رودونو کې د ځوانانو او کوچینانو پر لامبلو ندیز ولګاوه، چې یوه تنکي ځوانان په اوبو کې د ډبېدو له کبله ژوند له لاسه ورکړ.