د راتلونکې وږي یا سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه د سالنګ لویه لار تړل کیږي
د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار د کانکریټ اچونې تر بشپړېدو پورې د را روانې وږي میاشتي په لومړي نېټه د هر ډول وسایطو پر مخ تړل کیږي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې د درېیو برخو پاتې کارونه یې پیل کړي او د کانکریټ اچونې چارې به هم نږدې ورځو کې پیل شي.
یاد وزارت همداراز ویلي، کوچني مسافر وړونکي وسایط کولی شي د یادې لویې لارې له چمتو شوې فرعي مسیر څخه تګ راتګ وکړي.
سالنګ لویه لار چې شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي یوه له مهمو ترانزیټو لارو ده، د دې لارې په معیاري جوړېدو به نه یواځې دا چې هېوادوالو ته په سفر کې اسانتیاوې راشي ور سره به سوداګري او اقتصاد هم وغوړېږي.