تېر کال له یو نیم میلیون زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دا شمېر کډوال له ترکیې، پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دې موده کې ټول یو میلیون ۷۷۹ زره او ۶۳۰ افغان کډوال هېواد ته راګرځېدلي دي.
کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تېر کال د لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، تېر یو کال کې یې ۹۶ زره ۲۹۳ کورنۍ تر خپلو اصلي مېنو رسولې دي.
د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد ویلي، همدې موده کې ۵ زره ۷۶۶ افغان کډوال د ترکیې او پاکستان له زندانونو هم ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.
عبدالرحمن راشد دغه راز هېواد ته د هغو ۴ زره افغان کډوالو د راګرځولو یادونه هم وکړه چې په خبره یې ایرن کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو.
کډوالو چارو وزارت د ۷۸۸ زره ۸۲۱ داخلي بې ځایه شویو او راستانه شویو کورنیو سره نغدې مرستې، په اړینو اسانتیاوو سمبال د کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه د ۱۳ ښارګوټو تصفیې ترڅنګ د هغوی ستونزو ته د رسېدنې لپاره د عالي کمېسیون جوړل خپلې هغه لاسته راوړنې یادې کړې چې تېر کال یې تر سره کړې دي.