راتلونکي چهارشنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده

راتلونکي چهارشنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده افغانستان
د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفرالمظفر ۱۰مه، د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د زمري اسد ۲۴مه، د افغانانو د جهاد بریا او اسلامي امارت د بیا واکمنۍ درېیمې کالیزې په مناسبت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده. 

یاد وزارت وایي، د زمري ۲۴مه د امریکايي اشغال او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د افغانانو د جهاد د بریالیتوب او د فتحې د ویاړلې ورځې له درېیمي کالیزې سره برابره ده.

تړلي موضوعات