ننګرهار کې زړو چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړل شو!

ننګرهار کې زړو چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړل شو! افغانستان

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د ننګرهار مهمندرې ولسوالۍ د نهه ويشتمې ويالې باسوول په سيمه کې د انجینرۍ ټیم زړو چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی.

د یادې قومندانۍ ویاند حافظ عبدالبصير زابلی وايي، له دغو باروتو د تېري ادارې په وخت کې مجاهدينو استفاده کوله، چې يوه مجاهد ځاي پر ځاي کړي و؛ خو هغه مجاهد د فتحې په وخت کې شهيد شوی و او یاد چاودېدونکي توکي چا ته معلوم نه و.

ښاغلی زابلی زیاتوي، دا باروت نن ورځ د مهمندرې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ منسوبينو پيدا کړل، چي له کاره وتلي او د انتقال وړ نه و.
د نوموړي په خبره، له دې کبله یادو چاودېدونکو توکو ته د انجنيرۍ ټيم په واسطه سیمه کې انفجار ورکړل شو.

تړلي موضوعات