پکتیا او پکتیکا کې د سل تنو د سر په بیه تمامه شوې بدي حل شوه

پکتیا او پکتیکا کې د سل تنو د سر په بیه تمامه شوې بدي حل شوه افغانستان
پکتیا او پکتیکا کې د قومونو ترمنځ د شخړې حل وشو

د کورنیو او کډوالو چارو وزیران خلیفه سراج الدین حقاني او خلیل الرحمن حقاني او د ځدراڼو قومي مشر په هڅو د پکتیا ګردې څېړۍ، وزې ځدراڼ او د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ د څو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو په سر سل کلنه بدي په روغه جوړه تمامه شوه.

د قومونو تر منځ په دې دواړو شخړو او تربګنیو کې چې یوه یې اتیا او بله یې له سلو کلونو هم اوږده مخینه لري د ښکیلو غاړو ترمنځ یې شاوخوا سل کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دې بدۍ تر حل او فصل وروسته ویلي، د قومونو ترمنځ روغه او جوړه د افغان ملت د یووالي لپاره ستر ګام دی.

سراج الدین حقاني د ښکېلو اړخونو ترمنځ د یووالي، تحمل او عفوې په اړه ویلي، تېرو شلو کلنو کې ناخوالو او جګړو ته تاریخي عفوې د پای ټکی کېښود.

نوموړي له ټولو قومونو غوښتي، چې یوبل ته بخښنه وکړي او باثباته او سوله ییز ژوند په لور دې ګام واخلي.

بلخوا قومي مشران او د سیمې اوسېدونکي دا پرېکړه د سویل ختیځ زون په کچه د شخړو د هواري او پخلاینې تر ټولو ستره لاسته راوړنه بولي، چې نور د قومونو ترمنځ د ورورګلوۍ فضا جوړه او د وینو تویېدو مخه ونیول شوه.

تړلي موضوعات