افغانستان کې د داعشي خوارجو ډلې موجودیت په اړه د هېوادونو اندېښنې تبلیغات دي

افغانستان کې د داعشي خوارجو ډلې موجودیت په اړه د هېوادونو اندېښنې تبلیغات دي افغانستان
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې تش تبلیغات بللي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر بشپړ کنټرول لاندې ده او هیڅ کورنۍ او بهرنۍ ډله د فعالیت اجازه نه لري.

ښاغلي مجاهد همداراز ویلي، افغانستان کې د ثبات، امنیت او پیاوړي امنیتي ځواکونو په شتون کې د داعش او نورو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنې هغوی ته یو ډول کمپاین دی چې باید ودرول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت چاته اجازه نه کوي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پرضد وکاروي او یا له افغانستان څخه ورته ګواښ پېښ شي.

تړلي موضوعات