د افغانستان مهاجرینو وزارت: د مهاجرینو جبري ویستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب اصولو خلاف عمل دی

د افغانستان مهاجرینو وزارت:  د مهاجرینو جبري ویستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب اصولو خلاف عمل دی  افغانستان
د مهاجرینو جبري ویستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب اصولو خلاف عمل دی

 د افغانستان اسلامي امارت د ایران په هېواد کې د افغانانو د ناوړه چلند او بوږنونکي انځورونو د خپرېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

 

 د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان هیله لري، چې ایران د مهاجرینو په هکله د تېر په څېر له صبر او زغم څخه کار واخلي، د دوی ستونزو ته رسېدګي وکړي او له هغوی سره د زورزیاتي مخه ونیسي. 

 

په اعلامیه کې همدا راز راغلي، چې د مهاجرینو جبري ویستل د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب اصولو خلاف عمل دی او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ له لارې باید تشویقي برنامې جوړې شي، ترڅو یاد هدف ترلاسه شي.

 

د مهاجرینو وزارت د افغان مهاجرو څخه جدي غوښتنه کړې، چې په باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه شي، او که په ایران کې ژوند کوي، نو باید د کوربه هېواد ټول قوانین او مقررات رعایت کړي.

 

یاد وزارت همدارنګه ویلي، افغانستان اسلامي امارت د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له دوی هیله لري، چې هغه عوامل له منځه یوسي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنوي او یا د ناسمو تبلیغاتو زمینه برابروي.

 

تړلي موضوعات