مولوي مطیع الحق خالص: اسلامي امارت اقلیمي بدلونونو ته جدي پاملرنه کوي
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د دې ادارې د پالیسۍ مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد، د افغانستان لپاره د انګلستان له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره په یوه لیدنه کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي مسایلو په اړه بحث کړی.
مولوي مطیع الحق خالص په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې او د نړیوالو سره د همکارۍ اړتیاوو ته اشاره وکړه؛ هغه د چاپېریالي پروژو ځنډ او نړېوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د غږ نه پورته کېدلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
ډاکټر زین العابدین عابد هم د اقلیمي بدلون په برخه کې د اسلامي امارت ژمنتیا څرګنده کړه او د اشغال پر مهال د چاپېریالي زیانونو یادونه یې وکړه.
نوموړي وویل، چې د افغانستان د چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره د ګډو هڅو اړتیا ده.
ډاکټر عابد دې کتنه کې ټینګار کړی، چې چاپېریالي موضوعات باید له سیاست څخه بېل شي.
د انګلستان شارژدافیر رابرټ ډیکسون د اقلیمي بدلون د ګواښونو په اړه د افغانستان د ستونزو د حل ژمنه وکړه.
د لیدنې په پای کې، دواړو لوریو د ګډ کار او همکارۍ ژمنه وکړه، ترڅو د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو لپاره د حل لارې ومومي.