د کونړ او نورستان ولایتونو خلکو ته د رسېدنې کمېټې جوړې شوې

 د کونړ او نورستان ولایتونو خلکو ته د رسېدنې کمېټې جوړې شوې افغانستان
د امارت په راتګ سره سرحدي میشتو ته زیاته پاملرنه شو

 د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د کونړ او نورستان ولایتونو د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او تثبیت په موخه کمېټې جوړې شوې دي. 

دغه وزارت خپاره کړي خبر کې ویلي، چې د دې کمېټو موخه، د سرحد مېشتو ستونزې تثبیتول او حل کول دي، چې په تړاو یې تازه د یو شمېر مهمو وزارتونو او د ریاستونو مسؤلینو ترمنځ ناسته شوې او پکې پر شفافیت او چټکتیا ټینګار شوی. 

سرچینه زیاتوي، چې یادې کمېټې به د سرحدي او فرضي کرښې سیمو د خلکو پر ستونزو تمرکز کوي او د حل لپاره به یي ځانګړې کړنلارې هم کارول کېږي. 

د یادونې وړ ده، چې تېرې ادارې پر مهال سرحدي او فرضي کرښې ته څېرمه ولسونو ته هیڅ پاملرنه نه وه شوې، چې اسلامي امارت بیا حاکمیت سره دې هېوادوالو ستونزو حل ته پاملرنه زیاته شوې ده.

 

تړلي موضوعات