دمګړۍ هېواد کې له ۱۰۰ زیاتې د درملو تولیدي کارخونې فعالیت کوي

دمګړۍ هېواد کې له ۱۰۰ زیاتې د درملو تولیدي کارخونې فعالیت کوي سوداګرۍ او اقتصاد
دمګړۍ هېواد کې له ۱۰۰ زیاتې د درملو تولیدي کارخونې فعالیت کوي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین دوکتور عبدالباري عمر وايي، په تېرو ۲ کلونو کې د درملو تولیدي کارخونو شمېر کې زیاتوالی راغلی، او اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۰۴ د درملو تولیدي کارخونې فعاله دي.

دوکتور عبدالباري عمر وویل، په همدې دوو کلونو کې د درملو د تولید وړتیا هم څو برابره زیاته شوې ده.

 ښاغلي عمر زیاته کړه، وړاندې په هېواد کې فعاله درملو تولیدي کارخونو یوازې ۲۲۰ قلمه درمل تولیدول خو له تېرو دوو کلونو راهېسې دا کچه ۵۶۰ قلمو ته پورته شوې ده. 

د اقتصادي چارو متخصصین په کور د ننه د درملو تولید د پرمختګ نښه بولي او په نړېوالو مارکېټونو کې یې د سیالۍ لپاره مهم ګام یاد وي.


تړلي موضوعات