هېواد ته راستنېدونکو پانګوالو ته په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکول کېږي

هېواد ته راستنېدونکو پانګوالو ته په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکول کېږي سوداګرۍ او اقتصاد
هېواد ته راستنېدونکو پانګوالو ته په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکول کېږي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت هغو سوداګرو او پانګوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د خپلو سوداګریو او فابریکو د تاسیساتو راوړلو غوښتونکي دي د ګمرکي معافیت ترڅنګ په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې ښاغلي حنفي سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د سوداګرو امنیت ته لومړیتوب ورکوي او هغوی ته یې بېلابېلې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.

 په دې لیدنه کې سوداګرو په هېواد کې د اقتصادي او سوداګریز وضعیت په اړه ویلي، په تېر وخت کې د سوداګرو او پانګوالو سر او مال خوندي نه وو، چې دې موضوع د هغوی پر سوداګرۍ او کار هم منفي اغېز کړی و.

دغو سوداګرو زیاته کړې، په هېواد کې د امنیت له ټینګښت وروسته اوس په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

ښاغلي حنفي داسې مهال پانګوالو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د ورکړي خبره کړې، چې ځینو پانګوالو ویلي چمتو دي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه خپلې فابریکې هېواد ته را انتقال کړي.

تړلي موضوعات