اسلامي امارت د هېواد پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم بولي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بېلا بېلو ولایتونو له محصلینو او ځوانانو سره ناسته کې د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم بللی او ویلي یې دي، ځوانان د هېواد د راتلونکې معماران دي او پرمختګ د دوی په هڅو پورې تړلی دی.
ښاغلي حنفي ځوانانو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د کاري فرصتونو برابرولو، روغتیا او نورو برخو کې د لا ښه خدمت لپاره ژمن دی.
په دې ناسته کې محصلینو او ځوانانو د هېواد د امنیت په ټېنګښت، د نشه يي توکو سره د مبارزې، د بنسټیزو پروژو پلي کول،د مالیاتو معافیت او کمښت، او نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې.
ځوانانو همداراز د کاري فرصتونو په برابرولو، تحصیلي بورسونو، او د ډاکترانو د تخصص برنامو پراختیا برخو کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.