د هرات سلګونو ښاریانو پر شهید هنیه شوی برید په کلکه وغندلو

د هرات سلګونو ښاریانو پر شهید هنیه شوی برید په کلکه وغندلو سیاست
دا په هرات کې د حماس سیاسي دفتر په مشر اسماعیل هنیة د شهادت غندنه ده

د هرات سلګونه اوسېدونکي د دغه ولایت جامع جومات کې اعتراضیه غونډې لپاره راټول شوي وو او پر غزې یې د اسرائیلو ترهګریز بریدونه وغندل او د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

 

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د غونډې ګډونوالو د حماس د یو مهم غړي شهادت ته په کلکه غبرګون څرګند کړ.

 

تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښاریانو د اعتراضیه غونډو په جوړولو سره د اسرائیلي رژیم له لوري شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

 

د یادولو ده چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته په یوه برید کې په شهادت ورسېد.

 

 

تړلي موضوعات