افغانستان کې د نشه یي توکو کښت په تړاو د بهرنیو بنسټونو اندېښنې بې ځایه دي

افغانستان کې د نشه یي توکو کښت په تړاو د بهرنیو بنسټونو اندېښنې بې ځایه دي افغانستان
نشه یي توکي

د کورنیو چارو وزارت افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت په اړه د سیګار راپور چې د ځینو بهرنیو بنسټونو اندېښنې یې راپارولې دي بې ځایه بللی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش په خپل وروستي راپور کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کاروبار لاهم دوام لري، خو کورنیو چارو وزارت دغه راپور رد او بې ځایه بللی دی.

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان خلکو او نړېوالو ته ثابته شوې، چې له څو لسیزو را وروسته په لومړي ځل ټول هېواد کې د نشه یي توکو پدیده له منځه تللې او د نږدې ټولو روږدو درملنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان اوسني حکومت د محدودو امکانانو سره وتوانېد د نشه یې توکو کرکېله له منځه یوسي او په راتلونکي کې به هم اجازه ورنکړي چې د تېرو کلونو په څېر افغانستان یو ځل بیا د نشه یې توکو د سوداګرۍ او قاچاق په مرکز بدل کړي.

تړلي موضوعات