د بلخ – حیرتان رېل لار پرانېستل شوه

د بلخ – حیرتان رېل لار پرانېستل شوه سوداګرۍ او اقتصاد
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بلخ - حیرتان رېل لارې د پرانیستې مراسمو کې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې رېل لارې د پرانېستې مراسمو کې ویلي، د بلخ – حیرتان رېل پټلۍ به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره او لار به ۷۰ سلنه راکمه کړي.

ملا عبدالغني برادر د دې لارې اهمیت ته په کتو ویلي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا کې نوی فصل پرانیزې او د سوداګریزو توکو لېږد به اسانه او چټک کړي.

ښاغلي برادر اخوند ویلي، د بلخ – حیرتان رېل لاره به د سیمه ییز اقتصاد لپاره کې هم مثبت اغېز ولري په خبره یې، د دې لارې پرانېستل کېدو سره به د همکاریو پراختیا او سیمه ییز تجارت کې د پام وړ بدلون راولي.

د یادولو ده، چې د بلخ – حیرتان رېل لاره د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د نړېوالو همکاریو سره د اړیکو نوی فصل دی.

تړلي موضوعات